ننګرهار کې پر ۱۱ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شوه

mail-admin
Mon, Nov 29 2021 2:19 PM
ننګرهار کې پر ۱۱ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شوه

۸ليندۍ ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد وايي،  چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې"FAO" له لورې ديادولايت په ۱۰  ولسواليو کې پر ۱۱ زره تنو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه د حاصل زیاتوالي او لوږې سره د مبارزې په موخه وېشل شوي دي.
دننګرهار دکرنې رئيس زياته کړه په ننګرهار کې د FAO په مالي همکارۍ هغه ۱۱ زره تنو بزګرانو ته ۵۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوي غنم ورکړل شوه، چې د کرونا او نورو طبیعي پېښو له کبله ځپل شوي ؤ.
یاد اصلاح شوي تخمونه د ننګرهار په ۱۰ ولسواليو ګوشته،  خوګیانو،  شیرزاد،  دره نور،  کوزکونړ،  اچین، کوټ،  لعلپوره او بټي کوټ کې بزګرانو ته د حاصل زیاتوالي، اقتصادي پیاوړتیا او د اصلاح شویو تخمونو دلا ښه ترویج په پار ورکړل شوي دي.
بايد وويل شي، چې په نږدې راتلونکې کې به یادو بزګرانو ته کیمیاوي سرې هم ورکړل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS