ننګرهار کې نږدې ۱۵ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وویل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۱:۱
ننګرهار کې نږدې ۱۵ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وویل شوې

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت او د افغانستان دکلیو بیا ودانولو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ۱۴ زره او ۸۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د افغانستان د کلیو بیا ودانولو مؤسسې د کرنې برخې مسؤل انجنیر فضل الحق وفا وویل، چې د ننګرهار ولایت د مرکز په ګډون د لسو ولسوالېو «چپرهار، رودات، کوټ، بټي کوټ، شینوارو، سپین غر، دوربابا، سره رود او نازیانو» کې ۱۴ زره او ۸۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ورکړل شوي.
ښاغلي وفا وویل، چې هر بزګر ته ۵۰ کیلو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو یوریا او ۵۰ کیلو توره سره د ډېر حاصل ترلاسه کولو او خوړو خوندیتوب په موخه ورکړل شوه.
هغه زیاته ته کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د ۸ ولسوالیو  ۴ زره نورو بزګرانو ته هم د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ورکړل شي.
دغه راز یادو بزګرانو ته د غنمو کرلو، سرې استعمال، اوبولګولو، هرزه وښو کنټرول، ناروغیو مخنیوي او نورو برخو کې روزنه هم ورکولکېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت