ننګرهار کې د ۶۱۹  زره امریکایي ډالرو په لګښت د کانالونو پاک کولو چارې پیلېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۷
ننګرهار کې د ۶۱۹  زره امریکایي ډالرو په لګښت د کانالونو پاک کولو چارې پیلېږي

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ټولني پرمختیایي او څېړیزې مؤسسې «سي،ډي،آر،او» په تخنیکي همکارۍ او د «کورډېډ» مؤسسې په مالي لګښت د ننګرهار په څلورو ولسوالیو اچین، نازیان، سپین غر او دره نور کې د ۶۱۹ زره او ۸۶۴ امریکایي ډالرو په لګښت د کانالونو پاکولو او بېوزله او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستو سروې پیلېږي.
د «سي،ډي،آر،او» پروژې مسؤل انجینر معصوم الله عارفي د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن سره په ناسته کې د خپلو پروژو په هکله معلومات وړاندي کړل.
نوموړې وویل، چې په یادو ولسوالیو کې د کانالونو پاک کارۍ کې به ۴ زره او ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي، چې هر کاریګر ته به د ورځې ۴.۳۷ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ ورځنۍمزد ورکول کېږي.همدارنګه په یادو ولسوالیو کې ۴۸۶ بېوزله، کونډو او ناچاره مېرمنو ته د خوړو خوندیتوب او کورني اړتیاوو پوره کولو په موخه هرې کورنۍ ته  ۱۸۳.۷۷ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ بلا عوضه مرسته ورکول کېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د مؤسسې مسولینو ته د مستحقو او ناچاره کورنیو د انتخاب سپارښتنې وکړې او د کرنې ادارې له لورې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت