ننګرهار کې د کرنیزو محصولاتو د درمل شېندنې مرکز جوړ شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۳۵
ننګرهار کې د کرنیزو محصولاتو د درمل شېندنې مرکز جوړ شو

۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
ننګرهار کې د ازلان حمیدي پرکرنیزو محصولاتو درمل شیندنې (فومګیشن سنټر) د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ او د  ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفي، دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن او نورو مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوه.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفي د کرنیزو محصولاتو درمل شیندنې مرکز جوړولو خوښې وښوده او مسؤلینو ته یي د ښه خدمت او نړۍوالو معیارونو په نظر کې نیولو سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د شرکت مسؤلینو ته په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ همدارنګه د شرکت مسؤلینو ته یی د مسلکي کارکوونکو ګمارنې، باکیفیته درملو استعمال سپارښتنې وکړې.
 د ننګرهار دکرنې رییس ډاډ ورکړ چې فومګیشن سنترنو څخه به د ښو خدماتو عرضه کولو په موخه  وخت ناوخته څارنه ترسره کوي.
باید وویل شي، چې په یاد فومګیشن سنټر  کې به ۹۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شي.


مرکز فوموگیشن محصولات زراعتی در ننگرهار ساخته شد
۵ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
مرکز ادویه پاشی (فومیگیشن سنتر) محصولات زراعتی ازلان حمیدی در ننگرهار به هزینه ۲۰۰ هزار دالر امریکایی ساخته و با حضور مولوی عزیزالله مصطفی معاون والی ننگرهار، مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت و سایر مسئولان افتتاح گردید.
مولوی عزیزالله مصطفی معاون والی ننگرهار از ایجاد مرکز درمل‌پاشی محصولات زراعتی ابراز خرسندی کرده و به مسئولان توصیه نمود تا خدمات بهتر را با در نظر گرفتن معیارهای بین‌المللی عرضه کنند.
مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار به مسئولان شرکت اطمینان داد که در تمامی امور قانونی همکاری خواهد شد. همچنان او به مسئولان شرکت توصیه کرد تا کارمندان مسلکی را استخدام نموده و از درمل باکیفیت استفاده نمایند.
رئیس زراعت ننگرهار اطمینان داد که به منظور عرضه خدمات بهتر از فومیگیشن سنترها به گونه دوامدار نظارت صورت خواهد گرفت.
گفتنی است که در این فومیگیشن سنتر برای ۹۰ تن زمینه کار نیز فراهم می‌گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۲۴
Background image

د کرنې وزیر: د کابل د فتحې په ورځ د امیرالمؤمنین عمومي عفوې د وینې تویېدو او غچ اخیستنې د دوام مخه ونیوله

٢٤ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت، د زمري  ۲۴. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

بازگشت