ننګرهار کې د ځنګلونو د خوندیتوب او لرګیو قاچاق د مخنیوی په موخه هلې ځلې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۵:۰
ننګرهار کې د ځنګلونو د خوندیتوب او لرګیو قاچاق د مخنیوی په موخه هلې ځلې

۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو خوندیتوب او دغه راز د لرګیو د قاچاق د مخنیوی په پار هڅې کړندي کړي دي.
دننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد  د خپل کارې سفر په ترڅ کې د غنې خېلو ولسوالی اړوند مارکو بازار کې د یو شمېر لرګیو پلورونکو ټالونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.  محمد د لرګیو ټالونو مالکینو ته خبرداری ورکړ، چې نن نه وروسته هیڅوک نشي کولای چې د شنو بوټو لرګیو پېر یا پلور وکړي. 
د ننګرهار دکرنې رییس عبدالستار محمد زیاته کړه چې ځنګلونه زمونږ ملي شتمنې ده، او د هر افغان دا دنده او وجبه ده چې د دغه ملی شتمنې څخه په پوره ایماندارۍ سره ساتنه وکړي.
د ننګرها دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې طبیعي سرچینې او ځنګلونه خوندي او د پرېکېدو مخه یې ونیسي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت