ننګرهار کې د لمریزې برېښنا ۲۵ پايې بېرته نصب شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۵:۴۵
ننګرهار کې د لمریزې برېښنا ۲۵ پايې بېرته نصب شوې

۱۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اوبولګولو تخنیکي ساتنې او څارنې امریت وایي، چې تېرو اورښتونو او طوفان له امله چپه شوې ۲۵ د لمریزې برېښنا ستنې بېرته نصب او وصل شوې دي.
د یاد آمریت امر انجنیر ګل احمد وویل: د شرکت د رییس په ځانګړې پاملرنه او د تخنیکي ټیم د هڅو په پایله کې دغه پايي بېرته ودرول شوې. نوموړي زیاته کړه چې په دې پروسه نږدې نهه سوه زره افغانۍ لګښت راغلی او په فعالېدو سره به یې دوه زره هکتاره ځمکو ته په وخت اوبه رسېږي، چې د ګڼو کرنیزو تولیداتو زیاتېدو لامل به شي.
د یادولو وړ ده، چې په دې لمریزې برېښنا د ننګرهار کانال امارتي شرکت د دویم پمپ سټیشن واټرپمپونه هم فعالېږي او له دې سره به  ۱۰ زره جریبه (۲ زره هکتاره) ځمکې اوبو ولري.  
د شرکت رهبري له تخنیکي کارکوونکو مننه وکړه او په یاد مسیر کې یې له مېشتو کروندګرو چې د برېښنا په نشتون کې یې زغم کړی، هم قدرداني وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت