ننګرهار کې د غنمو او لیګومي نباتاتو پر ۴۶ ډولونو څېړنې روانې دي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۶:۵۷
ننګرهار کې د غنمو او لیګومي نباتاتو پر ۴۶ ډولونو څېړنې روانې دي

۹ وری ۱۴۰۰
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ترویجي کړنو ترڅنګ د کرنیزو څېړنو مدیریت په بېلابېلو برخو کې پر نباتاتو څېړنې ترسره کوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په څېړنیز فارم کې دغله جاتو اولیګومي نباتاتو پر ۴۶ ډولونو (ورایټیو) دوه ډوله څېړنې ترسره کېږي، چې یو یي اساسي اوبله یې توافقي څېړنه ده.
د یادو څېړنو له ډلې ۱۱ یې د غنمو اصلاح، دوه جرمو پلازم، اووه اګرانومېکي او پنځه د ناروغیو او افاتو د کنټرو په برخه کې تر سره کېږي.
همداراز د لیګومي نباتاتو په برخه کې اته څېړنې پر عدس(نسک)، درې په نخودو او یو هم ګراس پي تر څېړنو لاندې نیول شوي دي.
د ننګرهار دکرنې ریاست وایي، چې د غنمو د تولید په موخه ۱۲ ډوله غنم په اووه جریبه ځمکه کې کرل شوې، چې نږدې ۴.۵ ټنه مورنۍ تخم به ترې تر لاسه شي.
په دې ۱۲ ډوله غنمو د ناروغیو او افتونو پروړاندې د مقاومو ډولونو مشخص کول، لوړ حاصل تر لاسه کول، د تخم د کیفیت لوړول، چاپېریال سره دتوافق، وچکالۍ او نورو موخو په پار څېړنې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې له ۱۳۸۱ کال را په دې خوا تر دې دمه د څېړنو لوی ریاست له لورې د ننګرهار په څېړنیز فارم کې د غنمو په نږدې ۴۵ ډولونو څېړنې شوې او بزګرانو ته یې د کر سپارښتنې شوي دي، چې تېرکال هم دوه ډوله، نصرت ۰۲۰ او کونړ ۰۲۰ ډولونه بزګرانو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز د لیګومي نباتاتو په برخه کې د اووه ډوله لیګومي نباتاتو دکر سپارښتنې شوي دي، چې دوه په کې د نخودو، درې د عدس (نسک) او دوه نور یې د مېوو په برخه کې دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې په پار څېړنیز پروګرامونه پلي کړي. ددې ادارې د پلان پر بنسټ د یاد ولایت په څېړنیز فارم کې د حبوباتو، سبو او مېوو پر تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت