ننګرهار کې د برادران علوي لميټډ ختيځ زون استازولۍ پرانیستل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۱۵
ننګرهار کې د برادران علوي لميټډ ختيځ زون استازولۍ پرانیستل شوه

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست تر چتر لاندې د برادران علوي لميټډ ختيځ زون د منجمدو استراګانو استازولۍ پرانیستل شوه، چې په مراسمو کې يې د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن، د کرنې وزارت د اوبو لګوونې د ټکنالوژۍ رییس مولوي معاذالله عادل، د ننګرهار پوهنتون استادانو او د يادې برخې وترنرانو او مالدارانو برخه لرله.
په مراسمو کې د ياد شرکت اجرائيوي رییس ډاکټر عابدالرحمن اخترزي وويل؛ چې د برادران علوي لميټډ په افغانستان کې د ايران (اېن، ډي، جې) کمپنۍ رسمي نماينده دی، هېوادوالو ته د غواوو د هولسټن، مونټ بليارد، جرسي او نورو مشهورو نسلونو، نسلي تخمې ستنې په ښه کيفيت او مناسب قيمت وړاندې کوي.
په ورته مهال د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وويل؛ چې د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې د کرنې ترڅنګ د مالدارۍ په برخه کې هم کار کوي، چې په يادو  بېلابېلوبرخو کې دمرسته کوونکيو ادارو په همکارۍ د کرنې رياست تر چتر لاندې کار جريان لري نوموړې وویل  دغواګانو د اصلاح په نتيجه کې به يوه غوا د ورځې له ۱۴ الی ۲۴ ليتره پورې شېدې ورکړي، چې پدې سره به د مالدارانو اقتصاد پیاوړي شي.
هغه دا هم وويل؛ اوسنی نظام خپلو هېوادوالو ته په کور دننه د پانګونې زمينه سازي کوي او هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون استادانو او د اړونده برخې يو شمېر مسؤلينو د مصنوعي القاع پر اهميت او ګټو هر اړخيزې خبرې وکړې او ياده چاره يې د مالدارۍ لا پرمختګ لپاره ګټور او پرځای اقدام وباله.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت