ننګرهار کې دچرګانو ددانو تولیدي فابریکو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وشوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۳۱
ننګرهار کې دچرګانو ددانو تولیدي فابریکو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وشوې

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودې په مشرۍ پلاوي او د کرنې وزارت دداخلي څارنې مسؤلینو په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د چرګانو دداني تولیدوونکو فابریکو څخه څارنه ترسره کړه.
د څارو روغتیا او مالدارۍ خدمتونو امر داکتر محمد ضمیر بهسودې وویل د ننګرهار د کرنې ریاست په لارښوونه او د باکیفیته حیواني خوراکې د تولید په موخه یي د فابریکو څخه څارنه ترسره کړه او هغو فابریکو ته چې کارونه یي په اصولو برابر وو وستایل.
ښاغلي بهسودې زیاته کړه هغو فابریکه دارانو چې د کرنې وزارت کړنلارې په نظر کې نه وي نیولې لازمې سپارښتنې ورته وشوې.
په ننګرهار ولایت کې د چرګانو دداني ۱۴ کارخوني فعالیتونه لرې، چې د ورځې لسګونه ټنه باکیفیته خوراکې تولید ترڅنګ زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول پکي د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت