ننګرهار کې بې وزله او د طبیعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لرۍ پیل شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۶:۳
ننګرهار کې بې وزله او د طبیعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لرۍ پیل شوه


۱۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان راتلوونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي او د افغانستان بشري مرستو صندوق په مالي لګښت ددې ولایت په څلورو ولسوالیو کې بې وزله او د طبیعي پېښو زیانمنو کورنیو سره د ۳ میلیونه، ۸۷۱ زره او ۵۰۰ افغانیو نغدي مرستو لړۍ پیل شوه.
د ننګرهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، په هسکه مېنه، بهسود، دوربابا او اچین ولسوالیو کې ۱۳۳۵ بې وزله او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو کورنیو سره نغدي مرستې پیل کړي.
ښاغلي محسن وویل، چې ددې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ تر څلورو میاشتو پورې ورکول کېږي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې په هسکه مېنه او  دوربابا ولسوالیو کې ۹۰۰ تنو بزګرانو ته د بادرنګو، ټېنډۍ، توربانجانو، لیړوګانو او په کرنیزو وسایلو کې بېلچه، پنجي او کوداله هم ورکړل شوي.
ددې مرستو دوېش موخه د بې وزله او زیانمنو خلکو لاسنیوي او دخوړو خوندیتوب رامنځته کول دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت