ننګرهار ولايت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

user-admin
جمعه ۱۴۰۱/۱۱/۲۱ - ۱۳:۲۸
ننګرهار ولايت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

 د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم عثمانی چې، د احصایی رٸیس، د تخمونو د تصدیق رٸیس، د بشری سرچینو رٸیس، مولوی گل حضرت عماد د کرنی او مالداری معینیت حقوقي مشاور، کانال رٸیس مولوي غلام الرحمن، مولوي عطیق الله مسلم مشاور مقام او د ننګرهار د کرنې رياست رٸيس عبدالستار يې ملتیا کوله د کرنی او مالداری اطاق له استازو سره وکتل.
  په دې کتنه کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم وویل: «موږ هلې ځلې کوو،چې پانګوالو ته د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړو، ترڅو دکرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونې وکړي، ځکه چې د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ دوه اړخیزه همکارۍ د دولت او خصوصي سکټور په ګټه ده.»
په همدې حال کې یوشمېر پانګوال دکرنې سکټور په برخه کې د پانګونې په موخه د اسلامي امارت د ملاتړ غوښتونکي شول او په کور د ننه يې پر پانګونه اچونه ژمنه وکړه.
د کرنی او مالداری اطاق استازو، وویل، د دولت هڅونه او ملاتړ ددې لامل کېږي، چې سوداګر هر ډول پانګونې ته زړه ښه کړي. دوی زياته کړه ، که چېرې دوی ته په کافي اندازه ځمکه، کرنیز پورونه، کرنیز بانک، په کور دننه او بهر بازارمونده او له کورنیو محصولاتو څخه د ګټې اخيستنې زمینه برابرې شي  خصوصي سکټور به خپل تولیدات لا ډير کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت