میدان وردګ کې ۷۶۵ متراکم او عادي بڼونه جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۴:۹
میدان وردګ کې ۷۶۵ متراکم او عادي بڼونه جوړېږي

۱۰ وری ۱۴۰۰
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ۷۶۵ جریبه نویو بڼونو د جوړولو په پار پر بڼوالو د نیالګیو د وېش لړۍ پای ته ورسېد.
د میدان وردګو د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو ۷۶۵ جریبه بڼونو له ډلې ۳۵ جریبه یې متراکم بڼونه دي، چې دکرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژې «HVCDSP» او ۷۳۰ جریبه نور یې عادي بڼونه دي، چې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» له خوا جوړېږي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې بې ساري پرمختګ دی.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست پر دې سربېره، چې کروندګرو ته تصديق شوي نيالګي ورکړي دي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې میدان وردګو ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې دود کړي، چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځنګلونو او د نورستان ملي پارک د ساتنې چارو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي، چې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د مالي او حسابي رییس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

دمیدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالی کې دغنموننداریزه کرونده جوړه شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
 دمیدان وردګو ولایت دجغتو ولسوالی اړوند دګنډه کول په حوزه کې دیادې ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کسانو لخوا د غنمو ننداریزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۲۰
Background image

د روزګان په دهراود ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالۍ ادارې «اف‌اې‌او» په مالي همکارۍ،. . .

بازگشت