میدان وردګو ولایت کې ۸۵ متراکم او نیمه‌متراکم بڼونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۴۷
میدان وردګو ولایت کې ۸۵ متراکم او نیمه‌متراکم بڼونه جوړېږي

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال به په سیدآباد، نرخ او جلریز ولسوالیو کې ۸۵ متراکم او نیمه‌متراکم بڼونه جوړ شي.
دغه بڼونه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» او د کرنې ریاست په همکارۍ د دې لپاره جوړېږي، چې په میدان وردګو ولایت کې د مېوو تولید زیات شي.
میدان وردګ د مڼو او ناکو د تولید له امله شهرت لري او د افغانستان له هغو لویو تولیدوونکو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې لوړ کیفیت او خوږ خوند لرونکې مڼې یې نه یوازې په کورنیو بازارونو کې کارول کېږي، بلکې بهرنیو بازارونو ته هم صادرېږي. سربېره پر دې، د ګیلاس او زردالو کرنه او ترویج هم په دې ولایت کې د پراخېدو په حال کې ده.


احداث ۸۵ باغ متراکم و نیمه‌متراکم در ولایت میدان وردک
۱۶ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت میدان وردک اعلام می‌دارد که در سال جاری ۸۵ باغ متراکم و نیمه‌متراکم در ولسوالی‌های سیدآباد، نرخ و جلریز احداث می‌گردد.
این باغات با همکاری سازمان غذا و زراعت ملل متحد و ریاست زراعت به منظور افزایش تولید میوه‌جات در ولایت میدان وردک ایجاد می‌شوند.
ولایت میدان وردک به دلیل تولید میوه‌هایی مانند سیب و ناک مشهور است و یکی از بزرگ‌ترین تولیدکنندگان سیب با کیفیت بالا و طعم شیرین در افغانستان به شمار می‌رود که به بازارهای داخلی و خارجی نیز صادر می‌شود. علاوه بر این، کشت و ترویج گیلاس و زردآلو نیز در این ولایت رو به افزایش است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشېر د کرنې ریاست د مالي چارو او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د مالي او اداري چارو د هر اړخیزې. . .

بازگشت