لوګر کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هلې ځلې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۴۲
لوګر کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هلې ځلې

 د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
په همدې موخه تېره ورځ د ازرې ولسوالی قومي مشرانو، سپین ګیرو او میشتو قومونو سره د لرګو د پرېکېدو د مخنیوي په پار د ګډه ناسته وشوه.
په جوړه شوی ګډه ناسته کې د لوګر دکرنې ریاست د ازرې ولسوالی د کرنې مدیریت کارکوونکو او دیني علماوو له لوري ګډونوالو ته د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنیوي او دځنګلولونو د ساتلو، دځنګلونو د اقتصادي ارزښت په ځانګړې توګه د جلغوزیو په ارزښت او د ځنګولونو د بیا احیا په تړاو لازمې لارښوونې وشوې، او ددې ولسوالی له خلکو او چارواکو یې وغوښتل، چې د ځنګلونو د ساتنې او پراختيا په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.
په همدې حال کې د ازرې ولسوالی قومي مشرانو په یاده برخه کې د هرډول همکاریو ډاډ څرګند کړل.
ازره ولسوالی د لوګر ولایت لیرې پرته غرنیزه ولسوالی ده، چې ډیرۍ غرونه یې په ځنګلونو پوښل شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت