لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویوځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی غونډه دائر شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۱۳:۲۲
لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویوځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی غونډه دائر شوه

١٥ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
لوګر کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی اونیزه غونډه دائر شوه.
په جوړه شوې غونډه کې دلوګر د کرنې او د غصب مخنیوی تخنیکی پلاوی رییس مولوی سید امین هاشمي سربېره د حج او اوقافو رییس، د کار او ټولنیزو چارو رییس، ښار جوړونې رییس، مستوفیت رییس، د امنیې قومندانۍ امنیت آمر ،د قضای امارت آمر او د کدستر عمومي مدیر ګډون کړی وو، او پر بیلا بیلو موضوعاتو د بحث ترڅنګ هغه اسناد چی له خلکو تر لاسه شوی وو وڅېړل شول.
باید وویل شي،چې د تخنیکي پلاوی غړو ته د کمیسیون له لوری جوړه شوې  کړنلاره ووېشل شوه تر څو ورڅخه په کړنو کې کار واخلي، د غصب مخنیوی تخنیکی پلاوی رییس د تېرو بررسي شویو دوسیو د تکمیل یا عدم تکمیل په اړه د پلاوی سکرتریت څخه معلومات واخیستل او اړونده مدیرانو ته یې د کار لا ښه والي اوچکټیا اړوندلازمی سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
 ددې غونډې په لړ کې  د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدل شول او هغوی ته یې د اصولو له مخي د قانوني کړنو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت