لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې نهه دېرشمه غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۵ - ۱۰:۲۵
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې نهه دېرشمه غونډه

لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ښاروالۍ په رياست کې خپله اته دېرشمه غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې د کور او ښارجوړونې رییس حسین احمد تیلوي د سلطان غازي بابا سیمې د دوه بلند منزلو دغصب شوې ځمکه کې د شاملو متصرفو اشخاصو دکورونو حجمي براورد راپورتخنیکي پلاوی غړو ته وړاندې کړ چې تخنیکي پلاوی دکتنې وروسته دتائید وړ وګرځیده.
په ورته مهال دمرکز اړوند د دامان قلعه اوسیدونکي محمد زمان متصرف شخص د تیلو پمپ د ځمکې دغصب موضوع او د هم دې سیمې اوسیدونکي نظرافشاه متصرف شخص د مارکیټ دځمکې دغصب په دوسیه  بحث ترسره شو دبحث څخه وروسته دواړه متصرف اشخاص را وغوښتل شوو او د ځمکې د قانوني اسنادو غوښتنه ترې وشوه چې د نوموړو متصرفینو سره دملکیت کوم قانوني اسناد شتون نه لره چې تخنیکی پلاوی ته یې وړاندې کړي په ترڅ کې دتخنیکي پلاوی له لوري دواړو متصرفو اشخاصو ته وویل شو چې دواړه دوسیې مرکزي کمېسیون ته دنهایي پریکړې لپاره لیږي او  دکمېسیون تر نهایي پریکړې پورې به په ملکیت کې نوي تصرفات نه کوي همداراز له دواړو څخه د موضوع په اړه استحضاري واخیستل شوه.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په لغمان ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۳
Background image

کرنې وزارت کې د خالصه جایدادونو معلوماتي سیستم پیل شو 

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ په جوړه شوې ناسته کې، د کرنې وزارت د احصایې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کندز ولایت په مرکز او چهاردرې ولسوالی کې ۸۰ تنو بزګرانو ته د مېوه‌لرونکو بڼونو جوړول

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د بڼوالۍ سکتور د پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د ډاکار دفتر له لوري د کندز ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
Background image

د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره ځنګلي نیالګیو لپاره د. . .

بازگشت