لغمان کې اړمنو کورنیو ته د سبو او مېوو د پروسس توکي ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۹
لغمان کې اړمنو کورنیو ته د سبو او مېوو د پروسس توکي ووېشل شول

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په لغمان کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د خوراک او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ سره د قرغیو ولسوالی په سل اړمنو او بېوزله مېرمنو د سبزیجاتو او میوه جاتو د پروسېس کولو لپاره ۴۶ ډوله بېلابېل وسایل ووېشل. دا مرسته د ځان بسیاینې او کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ترسره شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته سطلونه، دیګي، لویې پلاستیکي کاسې، چاقوګان، د ګاز ډبه، د پخلي نغری، ایشټوپ، پلاستیکي څوکۍ او مېزونه او د پروسېس شوو موادو د ساتلو کوتۍ شاملې وې. دغه وسایل د کرنې د چارو امر انجینر بریالي همدرد، د قرغیو د کرنیزو چارو مدیریت کارمندانو او د خوراک او کرنې نړیوال دفتر ولایتي مسؤلینو په حضور کې اړمنو کورنیو ته ووېشل شول.
د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل چې دغه کورنۍ به د وسایلو په کارولو سره له میوه جاتو او سبزیجاتو څخه د اچار، مربا، روب او نورو پروسېس شوو خوراکي توکو تولید وکړي. د دې تولیداتو د پلور له لارې به د یادو کورنیو اقتصاد پیاوړی او په ځان بسیا شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت