قزاقستان سره د سوداګرۍ د پراختیا په پار د صادروونکو شرکتونو له استازو سره خبرې اترې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۵:۲۸
 قزاقستان سره د سوداګرۍ د پراختیا په پار د صادروونکو شرکتونو له استازو سره خبرې اترې

۱۴ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د صادروونکو شرکتونو له استازو سره د یوې غونډې په ترڅ کې قزاقستان ته د صادراتو زیاتوالی او سوداګرۍ اړیکو د پراختیا په پار خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې، چې د سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو خونې استازو هم ګډون درلود، ښاغلي درانی وویل، د هغه هوکړې پر اساس چې د افغانستان او قزاقستان هېوادونو ترمنځ شوی دی، قزاقستان دې ته چمتو ده چې له افغانستان څخه ووچ او تازه مېوې او سابه وپېري. ښاغلي درانی زیاته کړه، چې اوس داچاره د افغانستان سوداګرو او صادروونکو پورې تړلې ده، چې تر کومې کچې کولای شي، چې د قزاقستان د مارکېټ اړتیا وې پوره کړي.
په دې غونډه کې په دې پرېکړه وشوه، چې کومې ستونزې چې خصوصي سکټور د قزاقستان ته د صادراتو او سوداګرۍ د اړیکو د پراختیا په برخه کې لري بررسي او وارزول شي او وروسته د دوی د ستونزو هوارولو په پار خپل ستونزې او وړاندیزونه دې دولت ته وړاندې کړي.
په همدې حال کې د کرنیزو محصولاتو یوشمېر صادروونکي قزاقستان سره د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې یوازنی ستونزه ټرانسپورټي ستونزې وبلل.
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ بیلانس نا انډول بیلانس دی، خو دولت په پام کې لري چې یاد هېواد ته د صادراتو له ډلې د ووچې او تازه مېوو او دغه راز د سبو او صنعتي تیکو د صادراتو په زیاتولو سره د سوداګرۍ بیلانس متوازن کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت