فراه کې د ځنګلي لرګیو د پرېکولو مخه ونیول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۹
فراه کې د ځنګلي لرګیو د پرېکولو مخه ونیول شوه

۲۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي شاه محمد حاجي سروری په لارښونه ددې ولایت د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو له خوا د شیب کوه په ولسوالی کې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د خوندیتوب په موخه د هلوځلو په دوام په یاده ولسوالی کې د ځنګلي لرګیو د پرېکولو مخه ونیول شوه.
د فراه دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددغو هلو ځلو په ترڅ کې په یاده ولسوالی کې یوشمېر کسان نیول شوي، چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول ځنګلونه پرې کړي.
د فراه دکرنې ریاست چارواکي وویل، چې د ځنګلونو ساتنه د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له لومړيتوبونو څخه ده او چا ته اجازه نه ورکوي، چې ددې ولايت ځنګلونه تخريب او له منځه یوسي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت