فاریاب کې ۱۳۴۰ مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۳:۴۱
فاریاب کې ۱۳۴۰ مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

۲۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د فاریاب له ولایت څخه یو زره او ۳۴۰ مټریک ټڼه غنم پېرل او زېرمه کېږي.
ددغو غنمو تدارکاتي، بیې ټاکنې، پېرلو او زېرمه کولو لړۍ پیل شوې ده، چې په ترڅ کې یې هر من (اوه کیلو ګرامه) غنم په ۱۵۰- ۱۵۵ افغانیو پېرل کېږي، د دې غنمو راټولول له مالیې معاف دي او د ټولولو او لېږد ټول لګښتونه یې د کرنې وزارت په غاړه ده.
دغه غنم په نېغه له کرودګرو، کرنیزو کوپراټیفونو، د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونو او ازاد بازار څخه پېر او زېرمه کېږي.
سږکال د فاریاب ولایت په ۱۵۵ زره او ۳۰۰ هکټاره ځمکه اوبیز او للمي غنم کرل شوي ؤ، چې له دغو کروندو څخه ۲۰۲ زره او ۵۵۰ مټریک ټنه غنم راټول شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت له کروندګرو څخه د اضافي غنمو د پېرلو لپاره یو میلیارډ افغانۍ ځانګړې کړې، ترڅو په بېړنیو حالاتو او که په بازار کې د غنمو او وړو بیه وړه شي، بېرته یې بازار ته وړاندې کړي، ترڅو په بازار کې د غنمو او اوړو بیې کنټرول شي.

یک‌هزار و ۳۴۰ متریک تن گندم در ولایت فاریاب خریداری و ذخیره سازی می‌شود
۲۴ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
براساس حکم عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله تعالی، یک‌هزار و ۳۴۰ متریک تن گندم مازاد دهاقین در ولایت فاریاب خریداری و در گدام این ولایت ذخیره سازی می‌شود.
کمیته سه گانه نرخ گیری، معاینه یا سمپل گیری و تسلیم گیری در این ولایت تعیین شده تا پروسه تدارکاتی آن را تطبیق نمایند، در این ولایت یک سیر گندم به ۱۵۰-۱۵۵ افغانی قیمت گذاری شده است.
این گندم از دهاقین، کوپراتیف‌های زراعتی، شرکت‌های تولید تخم‌های بذری گندم و بازار آزاد خریداری و ذخیره سازی می‌گردد.
امسال در ولایت فاریاب نزدیک به ۱۵۵ هزار و ۳۰۰ هکتار زمین تحت کشت گندم آبی و للمی بود، که از این میان نزدیک به ۲۰۲ هزار و ۵۵۰ متریک تن گندم جمع آوری شده است.
امارت اسلامی افغانستان برای خریداری گندم مازاد دهاقین یک میلیارد افغانی بودیجه را اختصاص داده است که در حالت اضطراری، بحرانی و بلند رفتن قیمت گندم و آرد دوباره از آن استفاده می شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت