فاریاب کې د یوې سترې او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳۱ - ۱۷:۵۵
کار ساخت یک سردخانه‌ی مدرن و بزرگ در فاریاب آغاز شد


۳۱ وری ۱۳۹۹
د فاریاب په ولایت کې د یوې سترې او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سړه خونه چې جوړولو یې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري، د بنسټ دبره یې د فاریاب والي نقیب الله فایق او یو شمېر نورو چارواکو له خوا کېښودل شوه.
دغه سړه خونه یو معیاري او عصري سړه خونه ده، چې په درې زره متر مربع ځمکه کې جوړیږي. ټاکل شوې، چې دغه سړه خونه د یوزر او ۵۰۰ مټریک ټنه مېوو او سبو د ساتنې وړتیا ولري.
دغه سړه خونه د کرنې وزارت له خوا ډیزاین او د جوړولو چاري یې د ملي پراختیا شرکت له خوا پر مخ وړل کیږي.
ددې سړې خونې د جوړولو په لړ کې، چې کابو دوه کاله نیسي، ۱۵۰ کسانوته به د کار زمینه هم برابره شي. دغه راز تر بشپړېدو وروسته به ۳۰ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابره کړي.
د سبو او مېوو عمر زیاتول، د دغو محصولاتو د بیو کنټرول، د بزګرانو اقتصادي وده او په بېلابېلو موسمونو کې د مېوو او سبو د وارداتو په کچه کې کموالی راوستل ددې سړې خونې ګټې دي.
تر دې وړاندې هم د کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني او تخار په ولایتونو کې د ورته سړوخونو د جوړولو چارې پیل شوې وې او ټاکل شوې ده، چې په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم ورته سړې خونې جوړې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت