زابل کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۱:۴۵
زابل کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

۱۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
زابل کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام دزابل ولایت د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوی په لارښوونه د شهر صفا ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه.
د غصب د مخنیوي په دې کمپاین کې، د یادې ولسوالی امنیتي او د کرنې چارواکو برخه اخیستې وه، چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا په اما/رتي ځمکو برمې بندې او په سیمه کې د هر ډول خپلسرو تصرفاتو په کلکه مخنیوی وشو.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم زابل کې د سلګونه جریبه ځمکي د غصب مخنیوی شوی دی او لا هم دا لړۍ ادامه لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت