د کورني اقتصاد ریاست د مېرمنو سوداګریزو بنسټونو د ثبت د لړۍ د لارښود مخکتنه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۵:۲۲
رهمنود پروسه ثبت نهادهای تجارتی بانوان ریاست اقتصاد خانواده رونمایی شد


۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کورني اقتصاد ریاست د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې «USAID» او د ښځو چارو وزارت په همکارۍ د یوې غونډې په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د مېرمنو سوداګریزو بنسټونو د ثبت د لړۍ د لارښود مخکتنه وکړه.
په دې لارښود کې د کرنیزو محصولاتو د لویو او وړو سوداګریو د ثبت او راجسټر لارښود چې، دمېرمنو له خوا په لاره اچول شوي دي شرح شوي ترڅو مېرمنې وکولای شي، چې پر بنسټ یې خپلې سوداګرۍ پرمخ یوسي.
ددې لارښود د مخکتنې په غونډه کې، د ښځو چارو وزارت تخنیکې مرستیالې نذیره رحمان وویل: «څه باندې یوه کال کیږي، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د «USAID» موسسې، د ښځو چارو وزارت او دغه راز د نورو همکارو بنسټونو په همکارۍ پر یو لارښود کار کیږي، چې پربنسټ یې مېرمنې وکولای شي، چې لوی او واړه سوداګرۍ ثبت او راجستر کړي. دا لارښود د مېرمنو د پیاوړتیا په برخه کې ډېرې مرستې کوي، ترڅو خپل فعالیتونه پیل او د بازار د غوښتنې پر اساس محصولات وارد کړي او حتا وکولای شي، چې خپل محصولات په نړیوالو بازارونو کې هم نندارې ته وړاندې کړي.»
د یادې مخکتنې په غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې اړوند د RADP-Eastبرنامې مرستیال عبدالناصر هم وویل: «دا لارښود چې نن یې، مخ کتنه ده په سوداګرۍ کې د مېرمنو د لاونډې او د دوی د پیاوړتیا په پار جوړه شوې ده او دا غونډ هم په همدې موخه په لاره اچول شوې ده، په راتلونکې کې مو پلان دادی، چې د هېواد ولایتونو او ولسوالیو کې یوشمېر روزونکې وګمارو ترڅو د هېواد مېرمنو ته په معیاري ډول د محصولاتو د چمتو کولو لارې چارې ور زده کړو.»

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کې د شاتو تولید بې‌ساری زیاتوالی؛ د پسرلي په موسم کې ۴۴.۴ ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شو

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې د روان ۱۴۰۵ کال د پسرلي په موسم کې په دې ولایت کې د شاتو تولید د تېر کال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۲۱
Background image

د کرنې وزیر په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هند د بهرنیو چارو او نساجۍ وزارت له مرستیال وزیر، پبیترا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۲۰:۲۱
Background image

د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د اغېزمن تطبیق په موخه د عامه. . .

بازگشت