د کندهار سپین بولدک کې د وړیو پر کاروباریانو مرستې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۹
د کندهار سپین بولدک کې د وړیو پر کاروباریانو مرستې ووېشل شوې

۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ د سپین بولدک ولسوالی د وړیو پر کاروباریانو د وړویو د پروسس شپږ ډوله توکي او نغدې پیسې وېشلي دي.
په دغه مرسته کي ترازو لوحه او دثبت راجسټرکتاب اوداسې نور اړین توکي شامل دي، چې ورسره د دوی د کاروبار د غوړېدا په موخه پر دوی نغدې پیسې هم وېشل شوي دي.
دغه راز له دغو مرستو برخمن شویو کسانو ته د وړیو د راټولو په برخه کي عامه پوهاوی هم ورکړل شوې ده. 
د یادولو وړ ده، چې څه موده مخکي د یادې موسسې لخوا په کندهار کي د زابل، هلمند او اروزګان ولایتونو د وړیو د راټولو په برخه کي درې ورځنۍ روزنیز پروګرام هم دائره شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۰
Background image

خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت تر چتر لاندې، د ترویج عمومي مدیریت په نظارت او د اکشن اېډ مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له. . .

بازگشت