د کندهار دکرنې رییس د دې ولایت د چرګانو پالنې د ټولنې له رییس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۰:۵۳
د کندهار دکرنې رییس د دې ولایت د چرګانو پالنې د ټولنې له رییس سره وکتل

۱۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي د خپل کار په دفتر کې د نباتاتو حفاظت او قرنطین رییس انجینر عتیق الله مسلم په شتون کی د کندهار ولایت د چرګانو پالنې د ټولنې رییس حاجي عبدالرازق سره په کتنه کې ددې ولایت د چرګانو پالنې سکټور پر فرصتونو، ننګونو او ستونزو خبرې اترې وکړې.
ددې کتنې په ترڅ کې د کندهار دچرګانو پالنې د ټولنې رییس حاجي عبدالرازق په دې ولایت کې د چرګانو پالنې سکټور د فعالیتونو او کړنو په هکله د کندهار دکرنې رییس ته معلومات وړاندې کړل او ترڅنګ یې د کندهار د کرنې له رییس څخه یې وغوښتل، چې له بهر د چرګانو د غوښو پر وارداتو بندیز ولګول شي او دغه راز  چرګان په مناسبه بیه بازار ته وړاندې شي.
په همدې حال کې د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي وویل، چې د کرنې وزارت ژمن دی، چې په ټولو برخو کې خصوصي سکټور سره همکاري وکړي او دوی ته هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي. 
ښاغلی فضلي د کندهار د چرګانو پالنې د ټولنې رییس ته د هرراز همکاریو ډاډ څرګند او وویل، چې دکندهار دکرنې ریاست چمتو دی، چې دوی سره په هره برخه کې مرستې او همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت