د کندهار بولدک کې د ۳۰ کیلو بې‌کیفیته غوښو قاچاق مخه ونیول شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۹:۴۰
د کندهار بولدک کې د ۳۰ کیلو بې‌کیفیته غوښو قاچاق مخه ونیول شوه


د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د سپین بولدک کرنتین مسؤلینو او امنیتي ځواکونو په ګډه د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې د ۳۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته او بې هویته غوښو او غوایي پښو د قاچاق مخه ونیوله.
د کرنې کرنتین مسؤلینو ویلي، یو کس هڅه کوله چې یادې غوښې او غوایي پښې کندهار ښار ته قاچاق کړي او هلته یې د خوراک لپاره په پلورنځیو، قصابیو او هوټلونو وپلوري. د امنیتي ځواکونو په همغږۍ د دغه قاچاق پلان شنډ شو.
د مالدارۍ آمریت له ښاریانو، خوراک پلورنځیو او هوټل لرونکو غوښتنه کړې چې یوازې تازه غوښې له باور وړ قصابیو څخه وپيري او د چمتو شوو کوفتې او مشکوکو غوښو له پیرلو ډډه وکړي.
د یادولو وړ ده چې، په دې وروستیو کې د مالدارۍ آمریت او امنیتي مسؤلینو د بې‌کیفیته غوښو د قاچاق پر وړاندې جدي اقدامات روان کړي دي. یوازې تېره اونۍ د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې ۳۷۰ کیلو بې‌کیفیته غوښې ضبط شوې وې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت