د کندز دکرنې رییس د کرنې وزارت له پلاوي سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۹:۳۴
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس الحاج مولوي امان الله حسن د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له راغلي پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

۳۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس الحاج مولوي امان الله حسن د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له راغلي پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
یاد پلاوی چې د کرنې د میکانیزې د برخې د اړتیاوو د څارنې او ارزونې په موخه کندز ولایت ته راغلي، دکندز دکرنې له رییس سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
 ددې کتنې په ترڅ کې د کندز دکرنې رییس وویل: «د دې لپاره چې دودیزه کرنه په عصري کرنې بدله شي، چې د افغانستان د کرنې د سکتور د ودې لپاره یوه بیړنۍ اړتیا بلل کېږي، د ماشینري، مسلکي وړتیاوې او تخنیکي مهارتونو په برخه کې د کرنې د میکانیزې د پیاوړتیا لپاره باید دوامداره هڅې وشي، تر څو غوره او اغیزمن خدمتونه د بزګرانو لپاره ترسره شي.»
په دې کتنه کې د کرنې وزارت پلاوي د کندز ولایت د کرنې ریاست له مشرتابه څخه د دوی د تود هرکلي له امله مننه وکړه او خپل کاري پلانونه یې د کندز ولایت د کرنې ریاست له رییس سره شریک کړل او په اړه یې د نظر تبادله وکړه.
په پای کې د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس محترم الحاج امان الله حسن له دوی سره د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت