د کرنې وزارت کې د پلان جوړونې، راپور لیکنې او ارزونې روزنیز پروګرام دایره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
د کرنې وزارت کې د پلان جوړونې، راپور لیکنې او ارزونې روزنیز پروګرام دایره شوه

۲۰ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له خوا په کابل کې د دغه وزارت یو شمېر مرکزي کارکوونکو ته د پلان جوړونې، راپور لیکنې او د کړنو د څرنګوالي په تړاو یو روزنیز پروګرام دایر شو.
په دغه روزنیز پروګرام کې ګډونوالو د پلان جوړونې له بنسټیزو مفاهیمو او ډولونو، د راپور لیکنې له اصولو او د راپور د ترتیب له لارو چارو، او همداراز د ملکي خدماتو کارکوونکو د ارزونې له میکانیزمونو سره آشنايي ترلاسه کړه. ټاکل شوې ده چې دغه روزنیز پروګرام به د پنځو ورځو لپاره دوام وکړي.
د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست مسؤلین وایي، د دې پروګرام موخه د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لوړول او د وزارت په کچه د اداري کړنو د بهیر ښه‌والی دی.


برگزاری برنامه آموزشی پلان‌گذاری، گزارش‌نویسی و ارزیابی در وزارت زراعت
۲۰ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست امور کارکنان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، برنامه آموزشی پلان‌گذاری، گزارش‌نویسی و کارشیوه اجراآت را برای شماری از کارمندان مرکزی این وزارت در کابل برگزار کرد.
در این برنامه آموزشی، اشتراک‌کنندگان با مفاهیم پلان‌گذاری و انواع آن، اصول گزارش‌نویسی و شیوه‌های تهیه گزارش، همچنان میکانیزم ارزیابی کارکنان خدمات ملکی آشنا می‌شوند. قرار است این برنامه آموزشی برای مدت پنج روز ادامه یابد.
مسئولان ریاست امور کارکنان وزارت زراعت هدف از راه‌اندازی این برنامه را ارتقای ظرفیت مسلکی کارمندان و بهبود روند اجراآت اداری در سطح وزارت عنوان کردند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت