د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۳:۴۴
د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي پلاوي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په دوام دا ځل سرپل ولایت ته ولاړ او د سرپل ولایت د کرنې له رییس مولوي عبدالقادر وحدت او ددې ولایت دکرنې ادارې کارکوونکو سره دکتنې په ترڅ کې دوی ته دکرنې وزارت لومړیتوبونه بیان کړل.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د سرپل ولایت د کرنې رییس مولوي عبدالقادر وحدت او د دې ادارې د کارکوونکو په حضور کې جوړه شوې وه، د سرپل د کرنې رییس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سرپل ولایت د کرنې ریاست د کړنو او مسوولیتونو په اړه یې لنډې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین د خپل سفر موخه بیان او زیاته یې کړه:«موږ د کرنې له کارپوهانو سره ناستې وکړې، تر څو تاسو ته د وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه لارښوونې وړاندې کړو. ترڅو د بزګرانو او مالدارانو په ژوند کې د بدلون څرنګوالی بیان کړو، د دې لپاره راغلي یو چې دا پیغام تاسو ته ورسوو، که مجاهد وي او که متخصصین د ملت په پیسو د جهاد بریالیتوب او پوهه یې که کارپوهانو زده کړې کړي دي او یا مجاهدین جهاد کړی دی د ملت په پیسو او همکارۍ بریالي شوي دي، د خلکو پر وړاندې باید ستاسو دروازې خلاصې وي، خلک له وچکالۍ څخه ډېر زیانمن شوي دي، تاسو هم باید له خلکو، علماوو او مشرانو سره په ګډه د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره کار وکړئ.
په ورته وخت کې دکرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي د بزګرانو او مالدارانو په ژوند کې د مثبت بدلون د راوستلو د اصلي عواملو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه:« د خلکو د حاصلاتو زیاتوالی لکه سابه، غلې دانې، میوې او لبنیات ستاسو کار او د خلکو د پوهاوي پورې اړه لري، نو هڅه وکړئ د کرنې د معیاري کولو او د څارویو د نسل د بدلون لپاره کار وکړئ او بزګرانو ته مشوره ورکړئ چې زیان رسونکي واښه له مینځه یوسي، د څاڅکو اوبو لګولو سیسټم جوړ کړي، څاروي واکسین کړي او څاروي ښه تغذیه کړي ترڅو ډېر حاصل ترلاسه او د خلکو د ژوند وضعیت بدل شي.»

دیدار هیئت وزارت زراعت با کارمندان ریاست زراعت سرپل
۳ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش 
هیئت تخنیکی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در ادامه سفرهای ولایاتی‌شان این بار عازم ولایت سرپل گردیده و با مولوی عبدالقادر وحدت رئیس زراعت و کارمندان  ولایت سرپل دیدار کرده  و  اولویت‌های کاری وزارت زراعت را ارائه نمودند. 
 طی برنامه‌ی که به این مناسبت با حضور مولوی عبدالقادر وحدت رئیس زراعت سرپل و کارمندان آن ریاست برگزار شده بود رییس زراعت سرپل  حاضرین را خوش آمدید گفت و در مورد کارکردها و مسوولیت‌های کارمندان زراعت ولایت سرپل  مختصر صحبت نمود.
در ادامه مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت هدف از سفرشان را بیان کرده افزود"با متخصصان زراعت مجالس برگزار کردیم تا رهنمود اولویت‌های کاری وزارت زراعت را به شما تهیه کنیم تا چگونگی تغییر در  زندگی دهقانان  و مالداران را بیان کنیم و ما آمده ایم که این پیام را به شما برسانیم اگر مجاهد است یا متخصصین به پول ملت به دانش و پیروزی جهاد رسیده است اگر متخصصین درس خوانده اند یا مجاهدین جهاد کردند از پول و همکاری ملت موفق شدند پس دروازه‌های تان به مردم باز باشد مردم از خشک سالی زیاد متضرر شده اند شما هم همراه مردم، علما و  بزرگان حشر کنید و کار کنید تا مشکلات دهقانان حل گردد".
در عین حال  میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت در مورد  عامل‌های اساسی آوردن تغییر مثبت در زندگی دهقانان و مالداران صحبت کرده افزود"افزایش حاصلات مردم چون سبزی، غله، میوه، لبنیات وابسته به کار شما و بلند بردن آگاهی مردم می‌باشد پس کوشش کنید تا در راستای معیاری سازی زراعت و تغییر اصلاح نسل حیوانات کار کنید و  به دهقانان مشوره بدهید تا  گیاهای هرزه برداشت شود، سیستم آبیاری قطره ای شود، حیوانات واکسین شود و همینگونه حیوانات بهتر تغذیه شود تا حاصل بیشتر بدست آمده و وضعیت زندگی مردم تغییر کند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت