د کرنې وزارت مالي او اداري معین عبدالهادي رفیعي لنډه ژوند لیک

معین مالی و اداری زراعت

عبدالهادي رفیعي د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالي کې نړۍ ته سترګي غوړلي دي. ښاغلي رفیعي د مکتب دوره تر دولسم ټولګي پورې د محمود طرزي په عالي لېسه کې بشپړه کړې ده. د کانکور له ازمویني وروسته د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته بریالی شوو او له یاد پوهنځي څخه په بریالي ډول فارغ شوو.

ښاغلي رفیعي خپل تېزیس د یاد عنوان په نوم « تاثیر توانمند سازی برسلامت سازمانی» په عالي توګه دفاع کړ او د کارشناسي سند یې د پیام نور پوهنتون کابل له څانګي څخه د دولتي مدریت په برخه کې ترلاسه کړی ده.

عبدالهادي رفیعي په بېلابېلو برخو کې د اوږدو تجربو په درلودلو سره لکه د بغلان ولایت معاون، جمهوري ریاست د معاون مشاور، ټولګټو وزارت مالي او اداري معین، دفتر ریس او سولي عالي شورا د اجرایئه هیئت غړي په توګه دندي ترسره کړي دي. او په  اخیرکې د جمهوري ریاست لوړ مقام حکم په اساس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري معین په توګه وټاکل شوو. ښاغلي رفیعي د دې ترڅنګ په اړینوملي او نړیوالو غونډو کې ګډون کړی دی، چې د هغوۍ له جملي څخه یې ځينې په لاندي ډول، په لویه عنعنوي جرګه، سولې مشورتي جرګه، د دوشنبې پنځه اړخیزه نړیوال کنفرانس، او قطرهېواد ته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لورې د لیږل شوي هیئت غړئتوب یې د نمونې په ډول یادوالی شوو.