د کرنې وزارت له‌خوا د ښاروالیو د همغږۍ چارو لوی ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۱۷
د کرنې وزارت له‌خوا د ښاروالیو د همغږۍ چارو لوی ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د ښاروالیو د همغږۍ چارو تخنيکي او مسلکي رييس قاري حزب الله حدید ګډون درلود د اراضۍ رياست له‌خوا د ښاروالیو د همغږۍ چارو لوی ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د ښاروالیو د همغږۍ چارو لوی رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست له‌خوا یادې ادارې ته هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ کې په دوه جريبه ځمکه باندې د اداري تعمير د جوړولو په موخه ولېږدول شوه. 
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د ښاروالیو د همغږۍ چارو لوی ریاست تخنيکي او مسلکي رييس قاري حزب الله حدید ترمنځ لاسلیک شوه.


انتقال زمین از سوی وزارت زراعت به ریاست عمومی هماهنگی امور شاروالی‌های
۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در نشست برگزار شده در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، که مولوی سید محمد سعید، رییس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی، و قاری حزب‌الله حدید، رییس فنی و حرفه‌ای ریاست هماهنگی امور شاروالی در آن حضور داشتند، زمین از سوی ریاست اراضی به ریاست هماهنگی امور شهری منتقل شد.
این زمین به پیشنهاد ریاست هماهنگی امور شاروالی و بر اساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) توسط  ریاست اراضی در ولسوالی پشتون زرغون ولایت هرات به مساحت دو جریب برای ساخت ساختمان اداری به این اداره واگذار گردید.
قرارداد انتقال این زمین میان مولوی سید محمد سعید، رییس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی وزارت زراعت، و قاری حزب‌الله حدید، رییس فنی و حرفه‌ای ریاست هماهنگی امور شهری، به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت