د کرنې وزارت د ځنګلونو  رییس د کندهار د کرنې ریاست له چارواکو سره د همغږۍ غونډه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۲:۶
د کرنې وزارت د ځنګلونو  رییس د کندهار د کرنې ریاست له چارواکو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو  رییس ملا سراج‌الحق میرویس ذاکري د رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د کرنې ریاست له چارواکو سره د ځنګلونو او څړځآیونو د چارو د ښه تنظیم او پرمختګ په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو  رییس ملا سراج‌الحق میرویس ذاکري ترڅنګ، د کندهار د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمر مفتي عبدالغني عفان، د تدارکاتو، قدرتي سرچینو او څړځایونو برخو یو شمېر کارکوونکو ګډون درلود.
ملا سراج‌الحق میرویس ذاکري د غونډې په پیل کې وویل، د دوی د سفر موخه د کندهار د ځنګلونو او څړځایونو د وضعیت څارنه او د پراختیایي بودیجې د اغېزمنې کارونې ارزونه ده. نوموړي ټینګار وکړ چې د سیمې مسؤلین دې د ځنګلونو او څړځایونو او قدرتي سرچینو د ساتنې او پراختیا په برخه کې نوښتګر او اغېزمن پلانونه جوړ کړي، څو د ملي شتمنیو د ساتنې بهیر لا پیاوړی شي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکو په غونډه کې د روان کال فعالیتونه، پلانونه او ستونزې له  رییس سره شریکې کړې. په ناسته کې د اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو، او د ځنګلونو  رییس دوی ته د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.


رئیس جنگلات وزارت زراعت با مسئولان ریاست زراعت قندهار نشست هماهنگی برگزار کرد
۲۸ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ملا سراج‌الحق میرویس ذاکری، رئیس جنگلات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی‌اش به ولایت قندهار، با مسئولان ریاست زراعت این ولایت نشستی به‌منظور بهبود و هماهنگی امور مربوط به جنگلات و چراگاه‌ها برگزار نمود.
در این نشست، علاوه بر ملا سراج‌الحق میرویس ذاکری رئیس جنگلات وزارت زراعت، مفتي عبدالغنی عفان آمر منابع طبیعی ریاست زراعت قندهار و شماری از کارمندان بخش‌های تدارکات، منابع طبیعی و چراگاه‌ها نیز حضور داشتند.
ملا سراج‌الحق میرویس ذاکری در آغاز نشست گفت هدف از سفر آنان، بررسی وضعیت جنگلات و چراگاه‌های قندهار و ارزیابی از چگونگی مصرف مؤثر بودجه انکشافی است. او تأکید کرد که مسئولان محلی باید برای حفاظت و توسعه جنگلات، چراگاه‌ها و منابع طبیعی، طرح‌های ابتکاری و مؤثر تهیه کنند تا روند نگهداری از دارایی‌های ملی تقویت یابد.
مسئولان ریاست زراعت قندهار در این نشست، فعالیت‌ها، برنامه‌ها و چالش‌های سال جاری را با رئیس جنگلات در میان گذاشتند. در پایان، پیرامون موضوعات مرتبط بحث همه‌جانبه صورت گرفت و رئیس جنگلات اطمینان داد که همکاری‌های دوامدار با آنان ادامه خواهد داشت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۲۲
Background image

د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس توکي ووېشل شول

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې د خوراکي توکو د پروسس د ملاتړ په موخه، ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس ځانګړي کیټونه ووېشل شول.
یا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۱۰
Background image

کونړ کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۶
Background image

ختیځ زون کې په مېوه لرونکو ونو نږدې یو میلیونه زخي تثبیت او براورد شوي

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او دمالدارۍ ریاست د تخمونو تصدیق د ورکړې امریت کارکوونکو له لورې د ختیځ زون (ننګرهار، کونړ او لغمان ) ولایتونو کې. . .

بازگشت