د کرنې وزارت د مقام د تشریفاتو نوی سلاکار معرفي شو  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۰:۵۸
د کرنې وزارت د مقام د تشریفاتو نوی سلاکار معرفي شو  

۲۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د چارو د انسجام او همغږۍ په موخه سید بهرام‌الدین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د تشریفاتو او د چارو د انسجام د نوي سلاکار په توګه وټاکل شو او د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په هغه پروګرام کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مقام کې د دې وزارت د بېلابېلو برخو د رییسانو او کارکوونکو په ګډون ترسره شو، سید بهرام‌الدین د تشریفاتو د سلاکار په توګه کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او خپله دنده یې پیل کړه.  
نوموړی د شرعیاتو په څانګه کې لوړې زده‌کړې او په بېلابېلو برخو کې کاري تجربه لري.
تر دې وړاندې، قاري برکت‌الله د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تشریفاتو د سلاکار په توګه دنده ترسره کول.

مشاور جدید تشریفات مقام وزارت زراعت معرفی شد
۲۴ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
به‌منظور انسجام و هماهنگی امور، سید بهرام‌الدین به‌عنوان مشاور جدید تشریفات و انسجام امور مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تعیین و به کارمندان آن اداره معرفی شد.
در برنامه‌ای که با حضور شماری از رئیسان و کارمندان بخش‌های مختلف وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مقام این وزارت برگزار شد، سید بهرام‌الدین به‌عنوان مشاور تشریفات به کارمندان معرفی شده و آغاز به کار کرد.
وی دارای تحصیلات عالی در رشته شرعیات بوده و تجربه کاری در بخش‌های مختلف را دارد.
پیش از این، قاری برکت‌الله به‌عنوان مشاور تشریفات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری فعالیت داشت.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت