د کرنې وزارت د مرکزي او ولایتي رییسانو د همغږۍ سیمینار پرانیستل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۳۴
د کرنې وزارت د مرکزي او ولایتي رییسانو د همغږۍ سیمینار پرانیستل شو

۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي او ولايتي رییسانو دهمغږۍ درې ورځنی سمينار د ياد وزارت د پامير په تالار کې د کرنې وزير مولوي عطاءالله عمري، د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان «حاجي سالم»، د مرکزي او ولایتي رییسانو او د یاد وزارت د آمرینو په شتون کې پرانیستل شو.
یاد سیمینار د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس قاري مفتاح الدین متقي لخوا د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. وروسته دکرنې وزارت د مقام د دفتر رییس ملا محمدحسين خورشيداحمد، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پروګرام د جوړېدو موخه تشريح کړه.
په دوام کې، دکرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، په خپلو خبرو له مرکزي او ولايتي رییسانو وغوښتل، چې د دقيق پلان جوړونې او د بوديجې د شفاف لګښت له لارې د پروژو د مؤثر تطبیق زمينه برابره کړي. نوموړي ټينګار وکړ، چې د دغه سمينار جوړېدل د چارو د اسانتيا او د وزارت د بېلابېلو برخو تر منځ د همغږۍ د زياتوالي په موخه ترسره شوي دي.
دکرنې وزیر زیاته کړه:«اسلامي امارت ژمن دی، چې د اقتصادي ستونزو د حل، د بېوزلۍ د کمولو او د خوراکي موادو د کموالي د مخنيوي لپاره عملي ګامونه واخلي. د ابتکاراتو، مخلصانه خدمتونو او سم پلان له لارې موږ هم کولای شو، لکه څرنګه چې حضرت يوسف عليه‌السلام د مصر خلک له قحطۍ وژغورل، خپل هېواد له اوسنیو ننګونو څخه وباسو.»
د کرنې وزير د اوبو د مديريت، د ځنګلونو د ساتنې، ميکانيزه کرنې، د نباتي آفتونو او ناروغيو د مخنيوي او د بوديجې د شفاف لګښت پر ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا صندوق به په کرنیز بانک بدل شي، څو کروندګر، مالداران او پانګوال وکولای شي د خپلو فعاليتونو د پراختيا لپاره ترې ګټه واخلي.
نوموړي زیاته کړه، چې عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله تل په هېواد کې د کرنې پر پراختیا ټینګار کړی  او آن يې ويلي، چې «د هېواد خالي ځمکې او د خلکو د کورونو بامونه هم د کرنې لپاره وکارول شي»، څو افغانستان اقتصادي ځان‌بسیا ته ورسېږي.
دا سمينار به درې ورځې دوام ولري او په ترڅ کې به یې د اوبو د مديريت، د ځمکو او اجارې، پلان جوړونې، د ځنګلونو ساتنې، طبيعي سرچينو، د کرنې او مالدارۍ پراختیا، څېړنې او ترويج، همدارنګه د عشر او زکات د راټولولو په برخو کې به خبرې اترې او د نظر تبادله ترسره شي.


سمینار هم‌آهنگی رؤسای مرکزی و ولایتی وزارت زراعت افتتاح شد
۱ سنبله ۱۴۰۴ 
سمینار سه‌روزه هم‌آهنگی رؤسای مرکزی و ولایتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در تالار پامیر این وزارت با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر ،ملا آغاجان آخند  “حاجی‌سالم” معین مالی و اداری، روئسای مرکزی و ولایتی و آمرین این وزارت افتتاح شد.
این برنامه با تلاوت آیاتی از کلام‌الله مجید توسط قاری مفتاح‌الدین متقی رئیس دعوت و ارشاد وزارت زراعت رسمیت یافت و سپس ملا محمدحسین خورشیداحمد رئیس دفتر، ضمن خوشامدگویی به اشتراک‌کنندگان، اهداف برگزاری سمینار را توضیح داد.
در ادامه، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت طی سخنانی از رؤسای مرکزی و ولایتی خواست تا با برنامه‌ریزی دقیق و مصرف شفاف بودجه، زمینه تطبیق مؤثر پروژه‌ها را فراهم سازند. وی تأکید کرد که برگزاری این سمینار به هدف تسهیل امور و افزایش هماهنگی میان بخش‌های مختلف وزارت صورت گرفته و افزود:
«امارت اسلامی مصمم است تا برای رفع مشکلات اقتصادی، کاهش فقر و کمبود مواد غذایی گام‌های عملی بردارد. با ابتکارات، خدمات صادقانه و برنامه‌ریزی درست می‌توانیم همچون حضرت یوسف علیه‌السلام که مردم مصر را از قحطی نجات داد، ما نیز کشور را از چالش‌های موجود بیرون بکشیم.»
وزیر زراعت ضمن اشاره به اهمیت مدیریت آب، حفاظت جنگلات، زراعت میکانیزه، جلوگیری از آفات و امراض نباتی و مصرف شفاف بودجه، خبر داد که صندوق وجهی انکشاف زراعت و مالداری به بانک زراعتی تبدیل خواهد شد تا دهقانان، مالداران و سرمایه‌گذاران بتوانند از تسهیلات آن در راستای توسعه فعالیت‌های خود استفاده کنند.
وی افزود که عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله همواره بر گسترش کشت و زرع در کشور تأکید دارد و حتی توصیه کرده است که «زمین‌های خالی و بام‌های خانه‌ها نیز به زراعت اختصاص یابد» تا افغانستان به خودکفایی اقتصادی دست یابد.
این سمینار سه روز ادامه خواهد داشت ودر آن روی موضوعاتی چون مدیریت آب، اراضی و اجاره‌دهی، پلان‌گذاری، حفاظت جنگلات، منابع طبیعی، انکشاف زراعت و مالداری، تحقیقات و ترویج، همچنان جمع‌آوری عشر و زکات بحث و تبادل نظر صورت می‌گیرد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۳۴
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي او ولایتي رییسانو د همغږۍ سیمینار پرانیستل شو

۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي او ولايتي رییسانو دهمغږۍ درې ورځنی سمينار د ياد وزارت د پامير په تالار کې د کرنې وزير مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۰
Background image

پکتیکا کې د اوبیزو حوزو د مدیریت پروژه پيل شوه

۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ټیلو مؤسسې لخوا د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښه‌والي او د اسیب‌پذیرۍ د کمولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د ګمرک جوړولو لپاره څه باندې زر جریبه ځمکه رسماً د ګمرک ریاست ته وسپارل شوه

۳۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د اسلامي امارت د زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د حکم پر اساس او د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست. . .

بازگشت