د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د سمنګان د کرنې ریاست د کړنو ارزونه
۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر سمنګان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه او د ریاست د بېلابېلو برخو د فعالیتونو بهیر یې وڅېړه.
په دې لیدنه کې د مالي او اداري چارو، تدارکاتو، عشر او زکات، مخابراتي انتنونو د تثبیت او د ځمکو اړوند چارو فعالیتونه وارزول شول او د کاري بهیر د لا ښه والي او د خلکو د چارو د غوره ترسره کولو په اړه خبرې وشوې.
د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندامحمد عابد د دې برخې د فعالیتونو، د عشر او زکات د راټولولو د بهیر او د عشر او زکات د پورونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د سمنګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مفتي هدایتالله ولید د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغه ریاست د کاري وضعیت او ترسره کېدونکو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د مالي او اداري چارو د دقیقې څارنې او سمون، د عشر او زکات موضوع ته د جدي پاملرنې او د سمنګان ولایت خلکو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه پر لا زیاتو هڅو ټینګار وکړ.
