د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د سمنګان د کرنې ریاست د کړنو ارزونه

mail-admin
Wed, Aug 26 2026 3:48 PM
444

۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر سمنګان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه او د ریاست د بېلابېلو برخو د فعالیتونو بهیر یې وڅېړه.
په دې لیدنه کې د مالي او اداري چارو، تدارکاتو، عشر او زکات، مخابراتي انتنونو د تثبیت او د ځمکو اړوند چارو فعالیتونه وارزول شول او د کاري بهیر د لا ښه والي او د خلکو د چارو د غوره ترسره کولو په اړه خبرې وشوې.
د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندامحمد عابد د دې برخې د فعالیتونو، د عشر او زکات د راټولولو د بهیر او د عشر او زکات د پورونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د سمنګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مفتي هدایت‌الله ولید د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغه ریاست د کاري وضعیت او ترسره کېدونکو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د مالي او اداري چارو د دقیقې څارنې او سمون، د عشر او زکات موضوع ته د جدي پاملرنې او د سمنګان ولایت خلکو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه پر لا زیاتو هڅو ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS