د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا ملي دفاع وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۳:۵۶
د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا ملي دفاع وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه


 ۲۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
 ۲۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ  ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ  ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د ملي دفاع وزارت د ساختماني رياست اداري مرستیال مولوي عبدالهادي محمود ګډون درلود د اراضۍ رياست لخوا ملي دفاع وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه
 ياده ځمکه د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز فوق العاده لواء په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ  رياست لخوا یاد وزارت ته پنجشېر ولايت پریان، دره، رخه، عنابه، حصه اول او آبشار ولسوالیو کې په ۲۰۸ جريبه ځمکه باندې د فوق العاده لواء د ټولي او کنډکونو د جوړولو په موخه ولېږدول شوه. 
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د ملي دفاع وزارت د ساختماني رياست اداري مرستیال مولوي عبدالهادي محمود ترمنځ لاسلیک شوه.

وزارت زراعت زمین را به وزارت دفاع ملی انتقال داد
۲۶ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ صفرالمظفر ۱۴۴۷ هـ.ق
در جلسه‌ای که در ریاست  اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی سید محمد سعید رییس انتقال و توزیع زمین ریاست  اراضی و مولوی عبدالهادی محمود معاون اداری ریاست ساختمانی وزارت دفاع ملی حضور داشتند، زمین از سوی ریاست اراضی به وزارت دفاع ملی انتقال داده شد.
این زمین بر اساس پیشنهاد لوای فوق‌العاده لوی درستیز وزارت دفاع ملی و به حکم امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی)، از طرف ریاست عمومی اراضی به وزارت متذکره انتقال یافت. زمین مورد نظر شامل ۲۰۸ جریب در ولسوالی‌های پریان، دره، رخه، عنابه، حصه اول و آبشار ولایت پنجشیر می‌باشد که به منظور ایجاد قطعات و کندک‌های لوای فوق‌العاده در اختیار وزارت دفاع ملی قرار گرفت.
توافق‌نامه انتقال این زمین میان مولوی سید محمد سعید رییس انتقال و توزیع زمین ریاست عمومی اراضی وزارت زراعت و مولوی عبدالهادی محمود معاون اداری ریاست ساختمانی وزارت دفاع ملی به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

بازگشت