د کرنې وزارت اراضۍ لوی ریاست له خوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه انتقالېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۷
د کرنې وزارت اراضۍ لوی ریاست له خوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه انتقالېږي

۳۰ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست له خوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته د ځمکې لېږد تړون لاسلیک شو.
د یادې ځمکې د لېږد تړون له مخې، ۲۲۲ جریبه ځمکه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته انتقال شوې ده. دغه ځمکه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) حکم په اساس د هلمند ولایت نهرسراج، باباجي او ګرشک ولسوالیو کې په ۲۰۲ جریبه ځمکه او د کندز ولایت حضرت امام ولسوالۍ کې په ۲۰ جریبه ځمکه کې د ترمینلونو د جوړولو لپاره انتقال شوې ده.
د ځمکې لېږد تړون د کرنې وزارت اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رئیس مولوي سید محمد سعید او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مالي او اداري څانګې ارشد متخصص حزب اللّٰه حمیدي ترمنځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت