د کرنې او مالدارۍ مرستیال لنډ ژوندلیک

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري لنډ ژوندلیک:

د هېواد تېزاندو، کاري تجربه لرونکو، کارپوهو او په هېواد مینو کدرونو په ډله کې یو هم شېرشاه امیري دی، چې تل یې په خپلو دندو کې د پوره پاکوالي او رښتینولي لاره غوره کړئ دی.

شېرشاه امیري د غلام دستګیر امیري زوی، د ۱۹۸۵ کال د اپریل په ۲۳ مه نېټه د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په یو علم پرور او روشن فکره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د عمراه خان ښوونځي کې او د لیسې دوره یې په ۲۰۰۳ ام کال کې د حبیبې په عالي لېسه کې پای ته رسولي دي.

 ښاغلی امیري د کانکور تر ازموینې وروسته په ۲۰۰۴ام کال کې دکابل پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بریالی شو او په ۲۰۰۸ ام کال کې خپل د لیسانس دوره یې د کابل پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې پای ته رسولې ده.

نوموړي د ماسټرۍ تر کچې خپلې لوړې زده کړې په ۲۰۱۵ ام کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د پردو پوهنتون د اګریبزنس او کرنیز اقتصاد په برخه کې پای ته رسولي او په عالي درجه یې سند تر لاسه کړی دی.

نوموړی د کرنې د پراختیایي برنامو او دغه راز د کرنې د علمي برنامو په برخه کې لس کلنه تجربه لري.

شېرشاه امیري، د کابل په پوهنتون کې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) دکرنې پوهنځی د استادانو د وړتیالوړنې پروژې د عملیاتي رییس په توګه، چې د کرنې پوهنځي د تحصیلي ډیپارټمنټونو د نصاب نوي کولو، د تدریسي او څېړنیزو لابراټوارونو فعالول او سمبالول، د څېړنیزو او نظري فارمونو جوړولو په برخه کې کار کول، فعالیت ترسره کړي دي او خلکو ته د خدمت جوګه و. دغه راز نوموړی د غذایي توکو او اګریبزنس د لیسانس د دوه پروګرامونو په جوړولو کې، چې د امریکا متحده ایالاتو د پردو پوهنتون له خوا په لاره اچول شوي و هم ونډه درلوده.

 شېرشاه امیري، د خصوصي سکټور د پراختیا، د کرنیزو شرکتونو د پرمختګ او د یوشمېر کرنیزو نندارتونونو د تدویر په برخه کې د یوه کال لپاره د کرنې وزارت د سوادګریز سلاکار په توګه خدمت کړی دی.

په دې وروستیو کې نوموړی د دوو کلونو لپاره د کابل ښاروالۍ د سرسبزی او زرغونو سیمو د ساتنې د رئیس په توګه دنده تر سره کړه، چې د کابل ښار په کچه او ناحیو کې د پارکونو د جوړولو څه باندې ۳۰ پروژې یې پلي کړي دي.

شېرشاه امیري، د نړۍ په معتبرو ژورنالونو کې یوشمېر علمي مقالې خپور کړي دي او دغه راز په هېواد کې او له هېواده بهر په لسګونو ورکشاپونو او علمي سمینارونو کې ګډون کړی دی.

نوموړی د هېواد د آبادۍ او سمسورتیا او د هېوادوالو د سوکالي پخاطر په رښتینولي، کاري وړتیا او ایماندارۍ سره خدمت کړيیدی.