د کرنې او مالدارۍ مرستیال د اړیکو دفتر«ټي.ال.او» له چارواکو سره کتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۱۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د اړیکو دفتر«ټي.ال.او» له چارواکو سره کتل

۲۷ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د اړیکو دفتر«ټي.ال.او» له چارواکو سره په کتنه کې د پروژو د پلي کولو په تړاو خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې مولوي عثماني د پروژو په پلي کولو کې پر شفافیت او مؤثریت ټینګار وکړ او په هېواد کې د پراختیايي پروژو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
د اړیکو دفتر«ټي.ال.او» مسوولینو هم د خپل دفتر د فعالیتونو راپور وړاندې کړل او د پروژو په پلي کېدو کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت همکاري اړینه وبلله.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه تل هڅه کوي، چې د همکارو بنسټونو او مؤسسو د هڅونې له لارې پروژې په مؤثر او شفاف ډول پلي کړي او په هېواد کې د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.


دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان دفتر ارتباط  «TLO»
۲۷ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مسوولان دفتر ارتباط«TLO» دیدار و پیرامون تطبیق پروژه‌ها گفتگو کرد. در این دیدار، مولوی عثمانی بر شفافیت و موثریت اجرای پروژه‌ها تأکید کرده و خواستار افزایش پروژه‌های توسعه‌ای در کشور شد.
مسوولان دفتر ارتباطات «TLO» نیز گزارش کارکردهای این دفتر را ارائه کرده و همکاری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری را در اجرای پروژه‌ها ضروری دانستند.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همواره تلاش دارد با تشویق موسسات و نهادهای همکاری، پروژه‌ها را به شکل مؤثر و شفاف تطبیق کرده و زمینه اشتغال‌زایی را در کشور فراهم سازد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رئیس معرفي او دنده یې پیل کړه


۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره مولوي عبدالرازق ابوالامین د نوي رییس په توګه وټاکل شو او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید په موخه د شنو زیتونو راټولول پیل کړل

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۴۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت؛ ددرېیم فارم اړوند د ۲۶ مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند د غني‌خېلو ولسوالی د ډاکې کلي په سیمه کې د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د ترمیم او. . .

بازگشت