د کرنې او مالدارۍ سرپرست معین پوهنیارمحبوب الله ننګ لنډ ژوند لیک

معین زراعت و مالداری

پوهنیارمحبوب الله ننګ خپلې لومړنۍ، منځنۍ او لیسې دورې زده کړې د ننګرهار ولایت میاعمر په لېسه کې په ۱۳۹۸یم کال کې پاې ته رسولې دي.

ښاغلی په ۲۰۰۳ یم م کال کې د ننګرهارپوهنتون زراعت پوهنځي د اګرانومي له څانګي څخه لیسانس سند ترلاسه کړ. په ۲۰۱۰م میلادي کال کې ښاغلي ننګ د امریکا متحده ایالاتو، اندیانا ایالات د پردیو پوهنتون اګرانومي څانګه کې د نباتاتو اصلاح او جنیتیک برخه کې ماسټري بشپړه کړه او بیرته خپل هېواد ته راستون شوو.  

ښاغلی محبوب الله ننګ دمګړۍ بذري تخمونوتولید ریاست ریئس، د کرنې او مالدارۍ سرپرست معین په توګه خپله دنده ترسره کوي. نوموړې له ۲۰۱۶م کال را هېسي په یاد ریاست کې د ټول هېواد په کچه د نباتې موادو او بذري تخمونوتولید د ډاډ په برخه کې اساسې کړنې ترسره کړې دي. ښاغلي ننګ د مسلکي علاقي په پام کې نېولوسره په بېلابېلاو برخولکه د بذري تخمونو تولیدسکتورخدمتونوپراختیا او خصوصي کولو لپاره څیړنې، خوړوخوندیتوب او د خپلې رشتې اړوند برخو کې يې د پام وړ دندي ترسره کړې دي. 

ښاغلی ننګ له ۲۰۱۴تر ۲۰۱۶م کال پورې د ارپایې ټولنې انتقالې پروژې Landell Mills Limited کې د بذري تخمونو تصدیقولو په برخه کې د مشاور په توګه دنده ترسره کړی ده چې د قانو په چوکاټ کې یې پلان جوړونه اوتصدیقولوریاست لپاره قانوني کړنلارې، تشکیل جوړونه، دندي لارښود په برخه کې د بذري تخمونوریاست او نباتې موادو کې د CBR پروګرام د ریاست له متخصیصونو سره مرسته کړې ده.

 له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۴م کال راهېسي د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کې د افغانستان کرنیزو عواملو تولید پروژې (AAIP) سره د بذري تخمونو همغږي کونکې په توګه دنده ترسره کړې ده. په یاده پروژه کې د بذري تخمونوپرګرام مسول، بودیجې جوړولو چاري، پلان جوړونه، او د پروژې په کچه هغه ټولې کړنې چې د بذري تخمونو اړوند وي برابرولې.

 ښاغلی ننګ له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۲م کال پورې د بذري تخمونو متخصیص په توګه د افغانستان کرنیزو څیړنوانستیتوت له شریکانو،اصلاح شویوتخمونوتصدي،افغانستان بذري تخمونوملي ادارې،بذري تخمونوخصوصي تصدیو، بذري تخمونوملي بورډ  CIMMYT، ICARDA، FAO، JICA او فرانسې د مرستو همغږي ادارې سربیره  د پروژې پراختیا او اجرائې پلانونوسره يې نږدې اړیکې درلودلې.  

د یادولو وړده چې ښاغلي محبوب الله ننګ له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۳م کال پورې ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځې کې استاد په حیث دنده اجرا کړې ده، چې په دې برخه کې يې د هېواد بچیانو په روزلو کې ارزښتناک رول اداکړی دی. او څو علمي مقالې یې د بذرې تخمونو سکتور په اړه خپرې کړې دي، چې د کرنې مختصیصین له هغوۍ څخه ګټه اخلي. ننګ صاحب د ملي ژبو ترڅنګ په انګلېسي او اردو ژبو په بشپړه ډول تسلط لري.

ښاغلی محبوب الله ننګ یو رښتنی، وطن دوسته او خپل مسلک ته ژمن کس وه چې په تیرو شپاړس(۱۶) کالونو کې یې د خپل هېواد لپاره د سترګو وړ خدمتونه ترسره کړي دي.

د ډیرو بریاوو په اساس، دم ګړۍ د تصدیق ریاست ترڅنګ د کرنې وزارت جلالتماب وزیر صاحب په وړاندیز د کرنې وزارت او مالدارۍ سرپرست معین په توګه دنده په مخ وړي چې یاد معینیت د وزارت کلیدي څانګه ده.