د کرنیزو شرکتونو د فعالیت جوازونو په وېش کې د اسانتیا په موخه غونډه دائره شوه  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۸
د کرنیزو شرکتونو د فعالیت جوازونو په وېش کې د اسانتیا په موخه غونډه دائره شوه  

۳۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کفیل او د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په مشرۍ د دې وزارت د سکتوري او تخنیکي رییسانو په ګډون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنیزو شرکتونو د فعالیت جوازونو د وېش لپاره د اړینو اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې او نظرونه تبادله شول.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې ناسته کې وویل: «موږ مسؤلیت لرو چې د تخمونو، کیمیاوي سرو، د څارویو د درملو او واکسینونو تولیدونکو او واردونکو شرکتونو لپاره داسې اسانتیاوې برابرې کړو، چې د دغو شرکتونو مسؤلین وکولای شي، خپلې چارې په لږ وخت او بې له ستونزې ترسره کړي.»
وروسته د مالدارۍ او څارویو روغتیا، د ساتنې او کرنتین او خصوصي سکتور عمومي ریاستونو رئیسانو او په غونډه کې ګډون کوونکو سلاکارانو خپل نظریات شریک کړل او د دې پروسې لپاره یې پر یو شفاف او دقیق میکانیزم جوړولو ټینګار وکړ. هغوی همدارنګه وړاندیز وکړ، چې پر دې موضوع دې د کابینې په غونډه کې بحث وشي.


نشستی برای تسهیل توزیع اجازه نامه‌های فعالیت شرکت‌های زراعتی برگزار شد
۳۰ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
نشستی تحت سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری و کفیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور روسای سکتوری و تخنیکی این وزارت، دایر گردید.
 در این نشست، در مورد ایجاد سهولت‌های لازم برای توزیع اجازه‌نامه‌ها برای فعالیت شرکت‌های زراعتی بحث و تبادل نظر شد.
معین زراعت و مالداری در این جلسه اظهار داشت: "مسوولیت داریم که برای شرکت‌های تولید کننده و واردکننده تخم‌‌بذری، کود کیمیاوی، دواهای حیوانی و واکسین، سهولت‌هایی ایجاد کنیم تا مسوولان این شرکت‌ها در کمترین زمان و بدون دردسر کارهای خود را انجام دهند."
سپس روسای ریاست‌های عمومی مالداری و صحت حیوانی، حفاظه و قرنطین، سکتور خصوصی و مشاوران حاضر در جلسه، نظریات خود را در رابطه با موضوع به اشتراک گذاشته و بر تهیه میکانیزم شفاف و درست برای این فرآیند تأکید کردند. آن‌ها همچنین پیشنهاد کردند که این موضوع در جلسه کابینه به بحث گذاشته شود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت