د کابل د کرنې ریاست: د نغلو لوی او فرعي کانالونو سروې ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۲:۵۳
د کابل د کرنې ریاست: د نغلو لوی او فرعي کانالونو سروې ترسره شوه

٢٦ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٤ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې د سروبي ولسوالی د نغلو سیمې د لوی کانال او ورڅېرمه د ټولو فرعي کانالونو سروې يې ترسره کړي دي.
 د چارواکو په خبره د نغلو سیمې د لومړی نقطې تر پایه د ٦ کیلو متره په اوږدوالی لوی کانال شتون لري، چې سم نيما درې کیلو متره یې اساسي (کانکریټ) او پاتې یې خام دي. د یاد لوی کانال اړوند ١٨ فرعي کانالونه شتون لري، چې ټول یې خام دي او د هر فرعي ١٠٠ متره اوږدوالی لري. 
د یادو چارواکو په خبره ددغو کانالونو له لارې نږدې ٢٢٠جریبه ځمکه خړوبېږي
 د کابل دکرنې ریاست وایي، چې د سروبي ولسوالی د ټولو سیمو د کرنیزو تولیداتو د خړوبولو اړوند د ټولو کانالونو او د یاد کانالونو د اوبو سرچینې سروې او ارزونه پیل کړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت