د پکتیکا ګیان ولسوالی کې ۴۰ اړمنو کسانو ته د جلغوزیو راټولولو کیټونه ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۲:۴۸
د پکتیکا ګیان ولسوالی کې ۴۰ اړمنو کسانو ته د جلغوزیو راټولولو کیټونه ووېشل شول

۲۵ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د لارښوونې له مخې، د ګیان ولسوالۍ د کرنې مدیریت په تخنیکي همکارۍ او د پرمختیايي ادارې او ار ډي په مالي ملاتړ، په ګیان ولسوالۍ کې ۴۰ اړمنو کسانو ته د جلغوزیو د راټولولو لپاره ځانګړي کیټونه ووېشل شول.
یاده مرسته د هغو خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه ترسره شوه، چې د جلغوزیو د ټولولو له لارې خپلې کورنۍ تمویلوي. مسؤلینو څرګنده کړه چې دغه کیټونه به د محصولاتو راټولولو بهیر اسان کړي او خلکو ته به د عوایدو ښه فرصتونه برابر کړي.
پکتیکا هغه ولایت دی چې د جلغوزیو پراخې ځنګلي سیمې لري او ډېر خلک د دغو مېوو له راټولو څخه عاید ترلاسه کوي. د کرنې ریاست هڅه کوي چې د مناسب وسایلو په برابرولو سره د خلکو لپاره کاري اسانتیاوې رامنځته کړي او د طبيعي سرچینو له لارې د دوی اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت