د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې څلور عصري شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۳۱
د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې څلور عصري شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په بشپړې همکارۍ، د مټاخان ولسوالی په اړوندو سیمو کې د «اف‌جي‌اې» مؤسسې له لوري د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام« یوان‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ څلور بابه عصري شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو شنو خونو هره یوه ۷ متره سور او ۳۰ متره اوږدوالی لري، چې په ټولیز ډول د ۲۱۰ متره مربع په اندازه جوړې شوې دي. د دغو پروژو اساسي موخه د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا، د سبو د تولید زیاتوالی او په سیمه کې د عصري کرنې دودول بلل کېږي.
د پروژې په چوکاټ کې بزګرانو ته د عصري کرنې لپاره لازم امکانات هم برابر شوي، چې په کې منظم د اوبو لګولو سیستم، سولري برېښنا، آبازګ، د څاڅکې (ډرېپ) عصري سیستم، اصلاح شوي کرنیز تخمونه او نور اړین کرنیز وسایل شامل دي، څو کروندګر وکولای شي په معیاري او اغېزمن ډول کرنیز فعالیتونه ترسره کړي.
د پرانیستې مراسمو پر مهال د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو وویل، هڅه کوي د همکارو مؤسسو په ملاتړ د بزګرانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لپاره اغېزمن او دوامدار پروګرامونه پلي کړي. د هغوی په وینا، د عصري شنو خونو جوړول نه یوازې د سبو د تولید کچه لوړوي، بلکې د بزګرانو عواید هم زیاتوي او د کلیوالو سیمو اقتصادي وضعیت پیاوړی کوي.
د سیمې بزګرانو هم د دغې پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه. د سیمې یو بزګر وویل:«خوا مو دسبو د کر لپاره مناسب امکانات نه لرل، خو اوس چې شنې خونې او عصري د اوبو سیستمونه برابر شوي، زموږ حاصلات به زیات او اقتصادي وضعیت به مو ښه شي».
همداراز، د سیمې یو بل اوسېدونکي وویل، چې دغه ډول پروژې د خلکو لپاره ډېرې ګټورې دي، ځکه هم د کار زمینه برابروي او هم بزګرانو ته د عصري کرنې عملي تجربه ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو عصري شنو خونو په جوړېدو سره به لسګونه کورنۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کړي او د سیمې په کرنیز سکتور کې به مثبت او دوامدار بدلونونه رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۳۸
Background image

غزني کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت له‎‌خوا، د کانګو وینه بهوونکې ناروغۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې څلور عصري شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په بشپړې همکارۍ، د مټاخان ولسوالی په اړوندو سیمو کې د «اف‌جي‌اې» مؤسسې له لوري د ملګرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۲۱
Background image

د هلمند دکرنې رییس ددې ولایت د سوداګرۍ خونې له رهبرۍ او غړو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د هلمند ولایت د سوداګرۍ خونې له رهبرۍ او غړو سره د همغږۍ او ګډې همکارۍ. . .

بازگشت