د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې څلور عصري شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
Sun, May 24 2026 11:31 AM
د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې څلور عصري شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په بشپړې همکارۍ، د مټاخان ولسوالی په اړوندو سیمو کې د «اف‌جي‌اې» مؤسسې له لوري د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام« یوان‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ څلور بابه عصري شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو شنو خونو هره یوه ۷ متره سور او ۳۰ متره اوږدوالی لري، چې په ټولیز ډول د ۲۱۰ متره مربع په اندازه جوړې شوې دي. د دغو پروژو اساسي موخه د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا، د سبو د تولید زیاتوالی او په سیمه کې د عصري کرنې دودول بلل کېږي.
د پروژې په چوکاټ کې بزګرانو ته د عصري کرنې لپاره لازم امکانات هم برابر شوي، چې په کې منظم د اوبو لګولو سیستم، سولري برېښنا، آبازګ، د څاڅکې (ډرېپ) عصري سیستم، اصلاح شوي کرنیز تخمونه او نور اړین کرنیز وسایل شامل دي، څو کروندګر وکولای شي په معیاري او اغېزمن ډول کرنیز فعالیتونه ترسره کړي.
د پرانیستې مراسمو پر مهال د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو وویل، هڅه کوي د همکارو مؤسسو په ملاتړ د بزګرانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لپاره اغېزمن او دوامدار پروګرامونه پلي کړي. د هغوی په وینا، د عصري شنو خونو جوړول نه یوازې د سبو د تولید کچه لوړوي، بلکې د بزګرانو عواید هم زیاتوي او د کلیوالو سیمو اقتصادي وضعیت پیاوړی کوي.
د سیمې بزګرانو هم د دغې پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه. د سیمې یو بزګر وویل:«خوا مو دسبو د کر لپاره مناسب امکانات نه لرل، خو اوس چې شنې خونې او عصري د اوبو سیستمونه برابر شوي، زموږ حاصلات به زیات او اقتصادي وضعیت به مو ښه شي».
همداراز، د سیمې یو بل اوسېدونکي وویل، چې دغه ډول پروژې د خلکو لپاره ډېرې ګټورې دي، ځکه هم د کار زمینه برابروي او هم بزګرانو ته د عصري کرنې عملي تجربه ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو عصري شنو خونو په جوړېدو سره به لسګونه کورنۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کړي او د سیمې په کرنیز سکتور کې به مثبت او دوامدار بدلونونه رامنځته شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS