د ولایتي چارو ریاست

د وزارت پالېسي مطابق په ۳۴ ولایتونو کې تلپاتي اړیکې تامینول.


 (stakeholders ) د ولایتي چارو ریاست ښکیل اړخونه
1.    د ۳۴ ولایتونو کرنېزي ادارې.
2.    د وزارت مرکزي ریاستونه  .
3.    د کرنې وزارت برنامې او پروژې .
4.    د کرنې وزارت ګډونوال .
5.    بزګران، بڼوال، مالداران او کوپراتیفونه.  
موخې:
1.    د کرنې،ابولګولو او مالداراۍ وزارت پالېسي او ستراتيژې پلي کولو کې مرسته کول.
2.    د ۳۴ ولایتونو کرنیزې ادارو ته مکتوبونو او نور اسنادو لیږل، سپارل او د هغوۍ برعکس.
3.    له ۳۴ کرنیزو ولایتي ادارو څخه د ارقامو، عددونو، معلوماتو او بېړنیو راپورونو راټول.
4.    د ۳۴ ولایتونو په کچه پرمختایې پلانونه او ملي برنامو پلي کول او څارل.
5.    ۳۴ ولایتونو ته به وخت سره د وزارت مقام کرنیز پیغامونه، امرونه او لارښونې رسول.
6.    د افغانستان په کچه کرنیزو ولایتي ادارو ته په وخت سره  د ستونزو حل کولو په موخه رسیده ګي کول.
7.     د وزارت د پرمختایې پروژو پرانستنه او کتل دبزګرانو، بڼوالو، مالدارانو او کوپراتیفونوستونزو او وړاندیزونو ته غوږ نیول او د پرمختایې کړنو په اړه د وزارت مشرتابه پلاوي سفرونه چمتوکول.  
8.    د ۳۴ کرنیزو ولایتي ادارو راپورونه، موضوعات څیړل او تعقیبول   .
9.    په انځوریزه بڼه د راپورنه، پرمختایې کړنو، سندونه، برنامو او ولایتي سفرونو په اړه معلومات رټولول.
10.    د کرنې وزارت له ولایتي ادارو او مرسته کونکو موسیساتو څخه د راپور او معلوماتو اخستلولپاره یو مرکزي سیستم جوړول.
لید لوری(Vision)
د کرنې وزارت مقام د پالېسي، سټراتیژې، او ملي برنامو مطابق د کرنیز پغامونه، بېلابیلو کرنیزو پرمختایې پروژو او داسې نورو موضوعات پلي کول چې په یاده اداره کې وضاحت ولري او د ۳۴ ولایتي ادارو لپاره د نوې ټکنالوژې او وسایلو استفاده کولو لپاره زمینه برابرول.  

ماوموریت (mission)
1.    د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ وزارت مقام پالیسي اوستراتیژي مطابق ۳۴ ولایتي ادارو او مرکزي ریاستونو سره تلپاتې اړیکي تامینول.
2.    وار له مخه له لایتونو څخه د کرنیزوناروغیو او افتونو، طبیعي پیښو او مالداري په اړه د بیړنیو راپورونو راټولول.  
3.    ولایتونو ته د کرنې وزارت مقام لارښونې لیږل او څارل.
4.    ولایتونو ته د مصوبو، فرمانونو، کابینې او زیرانو شورا پریکړي لیږل او د هغوۍ څارل.
5.    د ولایتي سفرونو لپاره د کرنې وزارت د مشرتابه پلاوي د معلوماتو کڅوړې، پلانونونه او راپورونه چمتوکول.  
6.    ارسال و مرسول تمام اسناد و مکاتیب از مرکز به ولایات و برعکس آن با استفاده از تکنالوژی دست داشته .
7.    له مرکز څخه ټولو ولایتو ته د موجودې ټکنالوژۍ به مرسته د اسنادو او مکتوبونو لیږل او د هغوۍ برعکس.
8.    د ولایتي اسنادو څارل.
9.    د پرمختایې، اختیاري او غیراختیاري پروژو په پلي کولو کې له ولایتونو سره مرسته او همغږي کول.
10.    د وزارت برنامو اولایتي کړنو پلي کولو په خاطر د څارني،  تفتیش او سکتوري ریاستونو سره مرسته کول.
11.    د بزګرانو او ځمکوالو غوښتنو او وړاندیزونو ته لاسرسی.
12.    د وزارت مقام د لارښونې په اساس مرکز ته د رسمي چارو د ترسره کولو په موخه د ولایتي ریئسانو راغوښتل او بیرته اړوندو ولایتونوته لیږل.
13.     د ولایتي ریئسانو او کارمندانو د ارزونې په برخه کې مرسته کول.
14.    د ولایتي پراختیایي پروژو له کړنواو څرنګوالي څخه څارنه کول.  
15.    د ادارې د سټراتیژیکو موخو او عمومي پلان په اساس کاري پلان او طرحه چمتوکول.
16.    د راپورونو څیړل، چمتوکول او اړونده مرجع ګانو ته لیږل.
17.    د کرنې وزارت له مقام سره د ولایتي شورا وکیلانو، علماوو، قومي مشرانو او والیانو لیدنې برابرول.