د هګیو بیه شپږو افغانیو ته ټېټه شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۴ - ۱۳:۳۰
قیمت تخم مرغ به شش افغانی کاهش یافت

د هګیو بیه شپږو افغانیو ته ټېټه شوه!
٤ غويى ١٣٩٩
د هګیو د بیې ټېټولو په موخه د روانې اوونۍ د سې شنې په ورځ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو، د چرګانو روزنې ټولنې چارواکو، سترو تولیدوونکو او واردوونکو سوداګرو په شتون کې غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د هېواد له درېوو بندرونو څخه په محدود ډول باکیفیته هګۍ وارد شي ترڅو د هېوادوالو ستونزې هوارې شي.
کله چې، احتکارکوونکي سوداګر او تولیدوونکي په دې پوه شول چې هګۍ واردیږي او د بیو کنټرول یې له لاسونو وځې، کومې هګۍ یې چې په محتکرانه ډول زېرمه کړي ول ترڅو په لوړه بیه یې وپلوري، بازار ته وړاندې کړل، چې په بازار کې ددې محصول د بیې د ټېټېدو لامل شو.
په همدې توګه، نن له ۱۲ افغانیو شپږو افغانیو ته د هګیو د بیې ټېټېدل او په بازار کې ددې محصول ډېر شتون وښود چې د محدودو وارداتو په هکله خبرې ددې لامل شوي، چې محتکران خپل زېرمه شوي محصولات را وباسي او بیې ټېټې شي.
د کرنې وزارت له دولتي او غیر دولتي عواملو غواړي، چې د احتکار مخه دې ونیسي ترڅو خلک په اسانۍ سره عادي ژوند وکړي او د خپل د اړتیا وړل لومړنیو توکو ته لاس رسي ولري.
په دې سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغه شمېر سترو تولیدوونکو او د خلکو خدمتګارانو څخه چې په زړه سوي سره د تولید په زیاتوالی کې هلې ځلې کوي، مننه کوي او له هغوی غواړې، چې د وطني تولید د پراختیا په پار دې خپل رښتنې هلې ځلې لا ډېر کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت