د هلمند ناوه کې د کروندې ورځ ولمانځل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۰:۲۷
د هلمند ناوه کې د کروندې ورځ ولمانځل شو

١٤ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې یا ډاکار مؤسسې په مالي همکارۍ ١٠٠ تنو بزګرو ته د کروندې ورځ دائره شوه.
د نوموړې پروسې په لړ کې بزګرو ته د جوارو د اصلاح شوو تخونو کروندې او قطعات په عملي او نظري ډول ور وښودل شوې تر څو د کرنې او پالنې نوې لارې چارې په خپلو کروندو کې پلي کړي.
په یاده پروسه کې د ناوې ولسوالی اړوند د خرابې، خسرو اباد، نګارین، او لوړ ګوهرګین سیمو بزګرو ګډون کړی وو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت