د هلمند د هوږې حاصلات بازار ته وړاندې کیږي

user-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۵ - ۱۴:۰
د هلمند د هوږې حاصلات بازار ته وړاندې کیږي


۱۵ غویی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په نږدې ورځو کې به ددې ولایت د هوږو حاصلات بازار ته وړاندې شي. د دوی په خبره سږ کال ددې ولایت د مرکز لښکرګاه ترڅنګ د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۱۲۶۲ هکټاره ځمکه کې هوږه کرل شوې ده، چې د اټکل له مخې به شاوخوا ۳۵ زره او ۳۳۶ ټنه حاصل ورڅخه په لاس راشي.
د هلمند ولایت هوږه د کیفیت له مخې په کورنیو بازارونو کې ښه نوم لري، چې ګڼو نورو ولایتونو ته هم صادریږي.
په دې وروستیو کې چې د یوشمېر خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي د هلمند هوږه کولای شي، چې په بازار کې د هوږې بیې کنټرول کړي. 
هوږه چې د بېلابېلوخوړو د ذایقې لپاره په اوومه او پخه ډول خوړل کیږي، د باکتریا ضد خاصیت لرلو سره د مثانې د ناروغیو مخه نیسي، د غاښونو درد اراموي، د عصبي ناروغیو، زکام، وزن کنټرولولو، د وینې فشار نورمالولو، د ناروغیو پر وړاندې  د بدن مقاومت زیاتوي ، ویښتانوته ګټې او داسې نور روغتیایي ګټې لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت